کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کرکټ؛ عظمت الله عمرزي د نړۍ په کچه د غوره الراونډرانو لومړی مقام خپل کړی

د کرکټ نړۍوالې شورا "ICC" په تازه درجۍ کې ویلي چې افغان لوبغاړی عظمت الله د نړۍ په کچه د الراونډرانو په لېست کې په لومړي مقام کې راغلی دی. د دغه شورا تازه درجه بندې چې پرون ورځ "چهار شنبه، د جون ۱۱مه" ترسره شوه پکې دوه افغان لوبغاړو عظمت الله عمرزی او محمد نبي عیسی خېل د ۲۰۲۵ کال د ۵۰ اوره لوبو د غوره الراونډرانو لومړی…

2025-06-11 20:57 136۲ دقیقې لوستل
کرکټ؛ عظمت الله عمرزي د نړۍ په کچه د غوره الراونډرانو لومړی مقام خپل کړی

د کرکټ نړۍوالې شورا "ICC" په تازه درجۍ کې ویلي چې افغان لوبغاړی عظمت الله د نړۍ په کچه د الراونډرانو په لېست کې په لومړي مقام کې راغلی دی.

د دغه شورا تازه درجه بندې چې پرون ورځ "چهار شنبه، د جون ۱۱مه" ترسره شوه پکې دوه افغان لوبغاړو عظمت الله عمرزی او محمد نبي عیسی خېل د ۲۰۲۵ کال د ۵۰ اوره لوبو د غوره الراونډرانو لومړی او دویم مقام نیولی دی.

په راپورونو کې راغلي چې عمرزي د ۲۹۶ نمرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ په کچه د غوره الراونډر لومړی مقام او محمد نبي عیسی خېل د ۲۹۲ نمرو په اخیستلو سره دویم مقام ترلاسه کړی دی.

په دغه درجه بندۍ کې له عظمت الله عمرزي او محمد نبي عیسی خېل په وروسته مقامونو کې سکندر رضا، مهمدي حسن میراز، مایکل براسویل، برنډن مکولن، میچل سنټنر، راشد خان، ګلېن مکسوېل او روینډرا جدیجا ځای لري.

عظمت الله عمرزی چې د هند په غوره لیګ "IPL" کې د پنجاب لوبډلې غړی و د خپلې لوبډلې لپاره یې تر پایلوبې سیالې ترسره کړه.

عمرزی له دې وړاندې د اتلانو جام سیالیو کې هم د ښه لوبې په ترسره کولو سره د کرکټ د نړۍوالې شورا لخوا غوره لوبغاړی معرفي شوی و.

د یادونې وړ ده چې له نوموړي څخه د امریکا کرکټ تجارتي لیګ"MLC" کې د لوبو کولو غوښتنه شوې وه خو نوموړي د استراحت کولو په موخه رد کړې وه.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب