کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کیشو مهاراج د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې د بیاځل لپاره لومړی مقام خپل کړ

کابل (کابل کوه نور ۲۹ اسد ۱۴۰۴): راپور: هدايت الله دانش  د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې کېڼ لاسي ورو توپ اچوونکي کیشو مهاراج د اسټرالیا پر پر وړاندې په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې د ۳۳ منډو په بدل کې پنځه ویکټې واخیستې چې له کبله یې سویلي افریقا ۹۸ منډو سره بریا خپله کړه. له دې عالي کارکردګۍ وروسته هغه د ورځنیو لوب…

2025-08-20 11:34 163۲ دقیقې لوستل
کیشو مهاراج د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې د بیاځل لپاره لومړی مقام خپل کړ

کابل (کابل کوه نور ۲۹ اسد ۱۴۰۴):

راپور: هدايت الله دانش 

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې کېڼ لاسي ورو توپ اچوونکي کیشو مهاراج د اسټرالیا پر پر وړاندې په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې د ۳۳ منډو په بدل کې پنځه ویکټې واخیستې چې له کبله یې سویلي افریقا ۹۸ منډو سره بریا خپله کړه.

له دې عالي کارکردګۍ وروسته هغه د ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په نړیواله درجه بندۍ کې دوه قدمه مخکې شو او لومړی مقام یی خپل کړ.

مهاراج د اسټرلیا پر وړاندې له لوبې وړاندې په دریم مقام کې وو چې اوس یې لومړی مقام لرونکی سریلانکایي توپ اچوونکی مهیش تیکشانا او دوهم مقام لرونکی هندی توپ اچوونکی کلدیپ یادف شاته کړي او لومړی مقام یی خپل کړی دی.

دا دوهم ځل دی چې مهاراج د یاد فارمټ د توپ اچوونکو په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی مقام خپلوي، هغه دا مقام د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۳م کال د یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام پر مهال ترلاسه کړی و.

مهاراج چې اوس ۳۵ کلن دی، له اوږدې مودې راهیسې د سویلي افریقا لپاره یو ثابت او غوره توپ اچوونکی پاتې شوی دی.

د یادونې وړ ده چې افغان ورو توپ اچوونکي راشدخان د نړیوالو یو ورځنیو لوبو په تازه درجه بندۍ کې پنځم مقام خپل کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب