کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ګلبدين نايب IPL کې د لوبېدو په موخه هند ته رسيدلی

د فغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی ګلبدين نايب د هند په سوداګریز لیګ IPL کې د لوبېدو لپاره له ډهلي کپيټل لوبډلې سره يوځای شوی دی. هغه تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه ستر تجارتي ليګ کې يې لوبېدل يوه هيله وه او د ښو لوبو په تمه دی. ورته مهال، د هند د کرکټ تجارتي ليګ لوبډلې ډهلي کپيټال پر خپله فېسبوک&zwnj…

2024-04-25 19:05 57۲ دقیقې لوستل
ګلبدين نايب IPL کې د لوبېدو په موخه هند ته رسيدلی

د فغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی ګلبدين نايب د هند په سوداګریز لیګ IPL کې د لوبېدو لپاره له ډهلي کپيټل لوبډلې سره يوځای شوی دی.

هغه تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه ستر تجارتي ليګ کې يې لوبېدل يوه هيله وه او د ښو لوبو په تمه دی.

ورته مهال، د هند د کرکټ تجارتي ليګ لوبډلې ډهلي کپيټال پر خپله فېسبوک‌پاڼه د نايب د عکس په خپرولو هغه ته ښه راغلاست ويلی او ليکلي یې دي: «افغان ځواک اوس د ډهلي کيپټال يوه برخه ده.»

ټاکل شوې نايب له يادې لوبډلې سره د الرونډر مچ مارش پرځای ولوبیږي. د ډهلي کيپټال روزونکي ريسکي پاينټنګ د مارش له څلورو لوبو وروسته د هغه د ټپي کېدو خبر ورکړ.

۳۱ کلن ګلبدين نايب ښي لاسی الرونډر دی چې تراوسه یې د افغانستان په ګټه ۵۷ نړۍوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړي، ۶۱۸ منډې او ۲۲ ويکټې يې اخيستي چې په يوه لوبه کې يې د ۵۷ منډو جوړول تر ټولو ښه کارکردګي وه او وروستی لوبه يې په ۲۰۲۳ کال اکتوبر مياشت کې د هند په وړاندې ترسره کړې ده.

په هند کې ترسره کېدونکي ستر تجارتي ليګ کې له نايب وړاندې نهه نور افغان لوبغاړي هم اخيستل شوي دي.

د سږني پړاو دغو سياليو کې رحمان الله ګربز، مجيب الرحمان او غضنفر د کوکلتې، راشد خان، عظمت الله عمرزی او نور احمد د ګجرات ټايټنز، محمد نبي د ممبۍ انډينيز، نوین الحق د لکناو سوپر جاينټ او فضل الحق فاروقي د سنرايزر حيدر اباد لوبډلې په ګټه لوبېږي.

محمد نبي او ورپسې راشد خان دوه لومړني افغان لوبغاړي و چې په ۲۰۱۸ ای پي ال کې ولوبېدل او له هغه وروسته نورو افغان لوبغاړو هم ورته لار پېدا کړه.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب