د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړي ګلبدین نایب د کرکټ له مشهورې رسنۍ کریکټریکر سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې افغان لوبډلې پاکستانۍلوبډلې ته څو ځلي ماتې ورکړي او د یادې لوبډلې پر وړاندې لوبې ورته دومره سختې او جذابې نه ښکاري، په وینا یی خوند به وکړي چې دا ځل د افغان لوبډلې له لوري هندۍ لوبډله ماته شي.
د پاکستان او اماراتو پر وړاندې د درې اړخیزې لوبلړۍ د پای لوبې په تړاو یی ویلي:« احساس کوم چې مونږ به په اسانۍ پای لوبې ته ورسېږو.» په شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې له لوري د اسټرلیا د ماتې په اړه یی ویلي: «په هغه شپه مو تر سهار خوب نه وو کړی، د افغانستان په رسنیو کې زمونږ د بریا خبر بیا بیا خپریده او مونږ ته یی د خوښۍ احساس راکوه.»
په هند غوره لیګ کې د ډهلی کپيټلز په ګټه لوبېدل یی ډېر مهم او ګټور یاد کړ او په یاد لیګ کې د لومړي ځل لپاره په لوبېدو یی خپل ځان ته د نېکبخته خطاب وکړ.
د پنځه افغان لوبغاړو په اړه یوه یوه کلمه ځواب ترې وغوښتل شو، محمد نبي ته یی د کرکټ ولسمشر خطاب وکړ، راشدخان یی جادوګر توپ اچوونکی یاد کړ، رحمان الله ګربز ته یی نه درېدونکی کلمه وکاروله، نوراحمد یی کوه نور یاد کړ او ځانته یی د اداکار لقب ورکړ.
د افغانستان او هندي لوبغاړو ګډه یوولس کسیزه لوبډله ترې وغوښتل شوه چې د راشدخان په لوبډلمشرۍ یی د یشوی جیسوال، رحمان الله ګربز، ویرات کوهلي، تیلاک ورما، محمد نبي، هارډیک پانډیا، رویندرا جدیجا، عظمت الله عمرزی، جسپریت بومرا، مجیب الرحمن او د نوین الحق نومونه یاد کړل.




