ټاکل شوې هېواد کې راتلونکې اوونۍ د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شي

کابل (کوهنور ۲۵ سرطان ۱۴۰۴): افغانستان کې د «له پولیو خلاص افغانستان» ادارې خبر ورکړی چې راتلونکې اوونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسینونو کمپاین پیلیږي.
دې ادارې نن (چهار شنبه، د سرطان ۲۵مه) لیکلي، د پولیو واکسینو کمپاین به د راتلونکې شنبې په ورځ (د سرطان ۳۰مه) د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پیل شي.
د دې ادارې لخوا به د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین کې له پنځو کالونو کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکول شي خو یاد بنسټ د ماشومانو د مشخص شمېر په اړه خبر نه دی ورکړی.
د یادونې وړ ده چې په نړۍ کې یواځې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې په بشپړه توګه د ماشومانو د ګوزڼ ناروغې له منځه نه ده تللې.