له بنګلادېش سره د راتلونکو ۲۰ اوریزو او یو ورځینیو سیالیو لپاره نوملړونه اعلان شول

کابل (کوه نور، ۲۸ سنبله ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې له بنګلادېش کرکټ لوبډلې سره په راتلونکې اکټوبر میاشت کې د ۲۰ اوریزو او یو ورځینیو لوبو لپاره د افغان لوبډلې نوملړونه اعلان شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د یادې لوبلړۍ د نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې حشمت الله شهیدي ته د لوبډلمشر په توګه، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، رحمت شاه، محمد نبي، راشدخان، دروېش رسولي، اکرام علي خېل، ننګیال خروټي، الله محمد، عبدالله احمدزي، بشیراحمد، سلیم ساپي او عظمت الله عمرزي ته په عمومي نوملړ او بلال سمیع او فریدون داودزي ته په احتیاطي لوبغاړو کې ځای ورکړی دی.
د کرکټ بورډ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له بنګلادېش سره د راتلونکو ۲۰ اوریزو سیالیو لپاره راشدخان د لوبډلمشر په توګه او رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، صدیق الله اتل، ابراهیم ځدراڼ، وفي الله تره خېل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد اسحق، شرف الدین اشرف، محمدنبي، نوراحمد، مجیب الرحمن، بشیر احمد، فرید ملک او عبدالله احمدزی اضافه شوي دي.
یادو ۲۰ اوریزو سیالیو کې الله محمد غضنفر او رحمت شاه زرمتي ته د احتیاظي لوبغاړو په توګه ځای ورکړل شوی دی.
په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان په دې اړه ویلي، که څه هم افغان ملي لوبډلې د کال په پیل کې لوبې نه درلودې؛ خو له تېرو څو میاشتو راهیسې پرله پسې لوبلړۍ او سیالۍ ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړې، افغان کرکټ ملي لوبډله له اسیا جام سیالیو وروسته د بنګلادېش لوبډلې کوربه توب هم پر غاړه لري؛ ترڅو افغان ملي لوبډله له پاکستان لوبډلې سره درې اړخیزې لوبلړۍ ته بشپړ چمتو او وکولی شي نړۍوال جام خپله موخه وګرځوي.
د هغه پر وینا، افغان لوبډلې په اسیا جام کې له توقع سره سمې لوبې ونکړې؛ خو سیالۍ دواړه اړخونه لري، پر خپلې لوبډلې باید باور له لاسه ورنه کړو.
خان ویلي، لري نه ده، چې افغان ملي لوبډله به ښه راتګ وکړي، ځکه افغان لوبډله ستره لوبډله ده او لوبغاړي مو له ځانګړې وړتیا برخمن دي، نوموړي هیله ښودلې، چې په نړۍوال جام کې به افغان لوبغاړي فوق العاده وځلیږي.
د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډله به د اکتوبر میاشتې په ۲مه، ۳مه او ۵مه نېټه د بنګلادېشۍ لوبډلې پر وړاندې درې نړۍوالې ۲۰ اوریزې او همدارنګه د همدې میاشتې په ۸مه، ۱۱ او ۱۴مه نېټه د یاد هېواد د اړوندې لوبډلې پر وړاندې درې نړۍوالې یو ورځنۍ لوبلړۍ ترسره کړي.