کابل (ڪوه نور، ۲۲ جدي ۱۴۰۴): د آلمان او بریټانیا حکومتونو اعلان کړی، چې دوی د دې امکان ارزونه کوي، چې په ګرينلنډ کې خپل پوځي حضور ډېر کړي؛ ترڅو د شمالي قطب سیمې امنیت پیاوړی شي.
د بلومبرګ خبري آژانس د راپور له مخې، دا خبرې د یکشنبې په ورځ، د جنورۍ په ۱۱مه، د دې لپاره شوې ترڅو د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ته وښيي، چې اروپا د شمالي قطب په امنیت کې جدي ده.
راپور زیاتوي، آلمان وړاندیز کړی، چې د ناټو یوه ګډ مأموریت دې رامنځته شي؛ ترڅو د شمالي قطب ساتنه وکړي.
همداراز، بریتانوي چارواکو په وروستیو ورځو کې له خپلو اروپايي سیالانو، په ځانګړي ډول له آلمان او فرانسې سره لیدنې کړې دي.
دا پرمختګونه په داسې حال کې دي، چې ټرمپ مخکې څو ځله ویلي، چې امریکا باید په ګرينلنډ نفوذ ولري او د روسیې او چین د کښتیو له فعالیتونو څخه، چې د دې ټاپو تر څنګ روان دي، اندېښنه ښودلې وه.




