کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

آی ایم ایف له پاکستان سره څه د پاسه یو میلیارد ډالره مرسته کوي

ڪابل (کوه نور، ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴): آی ایم اف "نړۍوال وجهي صندوق" اعلان کړی، چې د پاکستان له حکومت سره څه باندې یو ملیارد ډالر مرسته کوي د نړۍوال وجهي صندوق "آی ایم ایف" د اجراییوي بورډ غونډه نن ترسره کېږي، چې پکې به پاکستان ته د ۱.۲ میلیارده ډالرو د مالي مرستې نوې قسط منظور شي. جیوز نیوز راپور ورکړی، چې په دې مرسته کې یو م…

2025-12-07 22:11 119۱ دقیقې لوستل
آی ایم ایف له پاکستان سره څه د پاسه یو میلیارد ډالره مرسته کوي

ڪابل (کوه نور، ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴): آی ایم اف "نړۍوال وجهي صندوق" اعلان کړی، چې د پاکستان له حکومت سره څه باندې یو ملیارد ډالر مرسته کوي

د نړۍوال وجهي صندوق "آی ایم ایف" د اجراییوي بورډ غونډه نن ترسره کېږي، چې پکې به پاکستان ته د ۱.۲ میلیارده ډالرو د مالي مرستې نوې قسط منظور شي.

جیوز نیوز راپور ورکړی، چې په دې مرسته کې یو میلیارده ډالر د نړۍوال وجهي صندوق د اوږدمهاله پورونو د سهولت لاندې ورکول کېږي او ۲۰۰ میلیونه ډالر د طبیعي آفتونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا او د دوامدار پرمختګ لپاره ورکول کېږي.

راپو کې راغلي، آی ایم ایف له پاکستانه غوښتنه کړې وه، چې د غونډې له وړاندې دې د فساد او حکومتولۍ په اړه خپله ارزونه خپره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د آی ایم ایف او پاکستان ترمنځ د اکتوبر په میاشت کې د سټاف کچې تړون شوی و، چې دا خبرې اترې د سپټمبر له ۲۴مې د اکتوبر تر اتمې نېټې پورې په کراچۍ، اسلام‌‎اباد او واشنګټن کې ترسره شوې وې.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب