د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې د اتریش په "ګراڅ" ښار کې یوه ښوونځي کې د برید له امله چې ۱۹ تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله د یاد هېواد لومړي وزیر دغه ورځ توره ورځ وبلله او هلته یې درې ورځینی ملي ماتم اعلان کړ.
د اتریش لومړي وزیر"کریستیان ستوکر" د یاد هېواد په تاریخ کې دغه ورځ "توره ورځ" بللې او له برید وروسته یې ګراڅ ښار ته د خپل سفر پر مهال درې ورځینی ملي ماتم اعلان کړی دی.
دغه برید د جرمني د لومړي وزیر په ګډون یو شمېر نورو بهرنیو چارواکو او مشرانو هم غندلی او له قربانیانو سره یې خواخوږې ښودلې ده.
د اتریش پولیسو پرون د سه شنبې په ورځ ویلي چې بریدګر پخوانی زده کوونکی دی چې د ښوونځي پر نورو زده کوونکي یې ډزې کړې دي.
د راپورونو په اساس بریدګر "امو کلاوف" برید د دوه وسلو په واسطه ترسره کړی او د زده کوونکو تر وژنې وروسته یې خپل ځان هم وژلی دی.
د برید د علت په اړه تر اوسه خاص مالومات نه دي ترلاسه شوي دي.
باید وویل شي چې په اتریش کې دا ډول پېښه یو ځل په ۲۰۲۳ کال کې هم رامنځته شوې وه چې پکې د اتریش په ویانا ښار کې څلور تنه مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي وو.




