کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

احتمالي جګړه؛ د ایران له لوري د لوړې کچې چمتووالی

د راپورونو له مخې، ایران د خپلو اټومي تاسیساتو شاوخوا امنیتي او دفاعي تدابیر سخت کړي، د ځمکې لاندې مرکزونه یې نور هم پیاوړي کړي او د هوايي بریدونو پر وړاندې د ساتنې سیستمونه یې نوِي کړي دي.  سربېره پر دې، تهران د توغندیو د تولید ځینې زیانمنې شوې فابریکې بېرته رغولي، د وسلو د تولید لړۍ یې فعاله کړې او د بالستیک توغ…

2026-02-20 05:17 78۱ دقیقې لوستل
احتمالي جګړه؛ د ایران له لوري د لوړې کچې چمتووالی

د راپورونو له مخې، ایران د خپلو اټومي تاسیساتو شاوخوا امنیتي او دفاعي تدابیر سخت کړي، د ځمکې لاندې مرکزونه یې نور هم پیاوړي کړي او د هوايي بریدونو پر وړاندې د ساتنې سیستمونه یې نوِي کړي دي.

 سربېره پر دې، تهران د توغندیو د تولید ځینې زیانمنې شوې فابریکې بېرته رغولي، د وسلو د تولید لړۍ یې فعاله کړې او د بالستیک توغندیو د وړتیا د لوړولو لپاره نوې تخنیکي چارې پیل کړې دي.

دغه راز، د ایران پوځي مشر د پوځي تمریناتو کچه لوړه کړې، د هوايي دفاع سیستمونه یې په حساسو سیمو کې ځای پر ځای کړي او خپلو ځواکونو ته یې د بشپړ چمتووالي امر ورکړی، څو د هر ډول احتمالي سناریو ځواب ویلو ته اماده واوسي.

بل لورته بیا امریکا وايي، که ایران د دوی خبره ونه مني؛ نو لسو ورځو کې به بدو پایلو سره مخ شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب