د ترکې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، تل ابیب په دې لټه کې ده، چې په غزه کې روانه جګړه منځني ختیځ ته هم وغځوي.
نوموړي له خپل امریکايي سیال جوبایډن سره په ټیلفوني خبرو کې ویلي چې اسرائیل په روانه جګړه کې د اوربند لپاره هیڅ ډول اراده نه لري.
اردغان د هنیه وژنه غزه کې د جګړې کمولو او اوربند پر وړاندې لوی خنډ بللی دی.
په ورته مهال بایډن هم په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ښکېلو لوریو یې غوښتي چې د جګړې کمولو لپاره اقدامات وکړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش هم په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.




