کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اردوغان: د اوکراین په اړه له ټرمپ سره تیلفوني خبرې کوو

خبریال: فرمان الله زبیرزی  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبر ورکړ، چې د جنورۍ په ۵مه (د دوشنبې په ورځ) به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تلیفوني اړیکه وکړي او د یو شمېر مسایلو په اړه به خبرې وکړي، چې پکې د اوکراین د کړکېچ حل او د اوربند په تړاو خبرې شاملې دي. اردوغان ترکي رسنیو ته ویلي، د دوشنبې په ورځ به له…

2026-01-03 01:31 200۱ دقیقې لوستل
اردوغان: د اوکراین په اړه له ټرمپ سره تیلفوني خبرې کوو

خبریال: فرمان الله زبیرزی

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبر ورکړ، چې د جنورۍ په ۵مه (د دوشنبې په ورځ) به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تلیفوني اړیکه وکړي او د یو شمېر مسایلو په اړه به خبرې وکړي، چې پکې د اوکراین د کړکېچ حل او د اوربند په تړاو خبرې شاملې دي.

اردوغان ترکي رسنیو ته ویلي، د دوشنبې په ورځ به له ټرمپ سره تلیفوني خبرې وکړي او پکې به د فلسطین مسله، د روسیې او اوکراین مسله وڅیړي.

نوموړی زیاتوي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، حاقان فیدان، به په هغه ناسته کې برخه واخلي، چې د اوکراین په اړه د "د دوست هېوادونو ائتلاف" تر چتر لاندې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ترسره کېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب