خبرياله: نازو عمري
د بریتانیا، جرمني او فرانسې مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا د تاوتریخوالي پېښې سخت خواشیني کړي او د مظاهرهچیانو وژل یې په کلکه غندلي دي.
هغوی له ایران غوښتنه کړې چې د خپلو خلکو اساسي حقونه خوندي کړي او د مظاهرهچیانو پر وړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي.
بلخوا اروپايي ټولنې هم د ایران حکومت له خوا د تاوتریخوالي کارول، د خلکو خپلسري نیول او وېرول غندلي دي. د دې ټولنې لوړپوړي استازي د ایرانیانو له حقغوښتونکو لاریونونو سره ملاتړ څرګند کړی او ویلې یې دي چې اروپايي ټولنه د ازادۍ، انساني کرامت او ښه ژوند لپاره د خلکو مشروع غږ ته درناوی لري.
په ورته وخت کې د بشري حقونو فعالانو ویلي، چې له دې مظاهرو سره هممهاله تر اوسه لسګونه مظاهرهچیان وژل شوي، او په ناروې کې مېشت د ایران د بشري حقونو یو خیریه بنسټ ویلي، چې د وژل شوېو له ډلې لږ تر لږه ۹ یې ماشومان دي.




