کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اروپايي مشران د ګرینلینډ پرسر د کړکېچ مخنیوي په موخه غونډه جوړوي

 د اروپايي ټولنې مشر انتونیو کوستا اعلان کړی، چې په نږدې ورځو کې به د ګرینلینډ په اړه یوه ځانګړې ناسته جوړه شي، څو د وروستیو پرمختګونو سیاسي او امنیتي اغېزې وڅېړل شي.  د کوستا په وینا، د دې غونډي موخه د اروپايي هېوادونو ترمنځ د دریځونو همغږي او د اتلانتیک دواړو غاړو ترمنځ د هر ډول نوي کړکېچ مخنیوی دی. بل…

2026-01-19 03:51 114۱ دقیقې لوستل
اروپايي مشران د ګرینلینډ پرسر د کړکېچ مخنیوي په موخه غونډه جوړوي

 د اروپايي ټولنې مشر انتونیو کوستا اعلان کړی، چې په نږدې ورځو کې به د ګرینلینډ په اړه یوه ځانګړې ناسته جوړه شي، څو د وروستیو پرمختګونو سیاسي او امنیتي اغېزې وڅېړل شي.

 د کوستا په وینا، د دې غونډي موخه د اروپايي هېوادونو ترمنځ د دریځونو همغږي او د اتلانتیک دواړو غاړو ترمنځ د هر ډول نوي کړکېچ مخنیوی دی.

بل لور ته، د بریتانیا لومړي وزیر کی‌یر سټارمر د ټرمپ د نوو تعرفو د ګواښونو په غبرګون کې دا کړنه “ناسم” بللی او ټینګار یې کړی، چې پر متحدینو یې اقتصادي فشار نه یوازې د نړیوال اقتصاد ثبات زیانمنوي، بلکې د امریکا او اروپا ترمنځ اوږدمهاله اړیکې هم له ګواښ سره مخ کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب