(کوه نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴):
رويټرز راپور ورکړی، چې اروپايي ټولنه چمتو ده، ترڅو پر امريکا د ۷۲ ميليارده يورو په ارزښت پر امريکا تعرفې ولګوي.
همدې حال کې بيا دغې ټولنې ټرمپ سره خبرو ته چمتوالی ښودلی ترڅو داسې يوې هوکړې ته ورسېږي، چې د ټرانس تجارتي جګړې مخه ونيول شي.
د يادې ټولنې د سوداګري کمېسيون داسې راپورونه خپاره کړي چې پکې له موټرو تر شرابو پر امريکا متقابلې تعرفې ولګوي.
اروپايي ټولنې پر امريکا د تعرفو لوړولو خبره داسې مهال کړې، چې ټرمپ د روان زیږدیز کال اپريل مياشت کې پر اروپايي توکو ۲۰ سلنه تعرفې لوړې کړې.
که څه هم اروپايي ټولنې هغه مهال له ټرمپ سره خبرې وکړي او يادې تعرفې د درې مياشتو لپاره وځنډول شوې، خو ټرمپ تازه بيا پر دغې ټولنې ۳۰ سلنه تعرفې لګولې دي.
اروپا کې سوداګرو اندېښنه څرګنده کړې که ټرمپ تعرفې لرې نکړي، نو له امريکا سره به ۱.۷ ټريلونه ډالره ټرانس اتلانتيک سوداګري بې ثباته شي.
ټرمپ د اروپا پر هغه توکو چې امريکا ته يې صادرات ډېر دي، تعرفې لوړي کړي ترڅو له هغه توکو سره په توازن کې شي چې له امريکا څخه اروپايي هېوادونو ته صادريږي.




