اروپايي ټولنې د ټرمپ هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ويلي يې وو، هر هغه هېواد چې د ګرینلینډ په موضوع کې د امريکا مخالفت وکړي؛ نو امريکا به هم پرې تعرفې ولګوي.
د دغې ټولنې مشرانو ويلي، که ټرمپ تعرفې لوړې کړي، دا به د ټرانس اتلانتيک اړيکو لپاره د سقوط پيل وي.
د دغې ټولنې د کمېسيون مشرې، انتونيو ويلي، تعرفې کولای شي، چې د امريکا او اروپا اړيکې کمزورې کړي او ښايي متحد پاتې نشي.
همدې حال کې بيا د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مشرې کايا کالاس ويلي، د ټرمپ دغه چاره به اروپايي ټولنه اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو څخه هم را وګرځوي.
نوموړې همداراز خبرداری ورکړی، چې د امريکا او اروپا ترمنځ دغه احتمالي اختلاف کولای شي، چې چين او روسيې ته په يوه فرصت بدل شي.
ټرمپ تراوسه د اروپايي اتحاديې د دغه څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي؛ خو ويلي يې دي، چې له ګرينلينډ په هيڅ صورت نه تېريږي.




