خبرياله: نازو عمري
اروپایي ټولنه او د اقلیم بدلون په برخه کې څېړنیز بنسټ "اکسیپت" په پام کې لري چې د افغانستان د اوبو د کمښت اقلیمي بدلونونو او د خلکو پر ژوند یې د اغېزو په اړه یوه آنلاین ناسته جوړه کړي.
دا غونډه به د راونې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه ترسره شي، اروپایي ټولنې پر خپل ایکس پانه لیکلي؛ چې موخه یې له دې ناستې د افغانستان د اوبو د ژور بحران ارزونه ده.
په غونډه کې به د کابل د ځمکنیو اوبو کمېدل، د هلمند سیند حوزې کې د اوبو کمښت، او دا چې څنګه دا ستونزه کلیوالو سیمو ته غزېدلې، وڅېړل شي.
د راپورونو پراساس ، دا بحران شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانانو ته د ژوند جدي ګواښ پېښوي.




