ڪابل (ڪوه نور، ۱۷ جدي ۱۴۰۴): د اروپايي ټولنې ویاندې، انیتا هیپر ویلي، اروپایي ټولنه د وینزویلا موقتي ولسمشره، دلسی رودریګز، د مشروعیت په توګه نه پېژني.
د ټاس خبري آژانس د راپور له مخې، اروپایي ټولنه باور لري، چې د وینزویلا اوسني چارواکي له داسې انتخاباتو وروسته واک ته رسېدلي چې شفاف نه وو او د خلکو دموکراتیکو غوښتنو ته یې درناوی نه دی کړی.
هغې زیاته کړې، که څه هم اروپايي ټولنه نه نیکولاس مادورو او نه هم دلسی رودریګز په رسمیت پېژني؛ خو د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره به له وینزویلا چارواکو سره هدفمندې اړیکې وساتي.
باید وویل شي، چې د وینزويلا پخوانی ولسمشر نیکولاس مادورو دا مهال د نیویارک په منهتن فدرالي محکمې کې د نشه یي توکو اړوند تورونو ته ځواب وايي او ځان یې بېګناه بولي.




