کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اروپایې ټولنه د روسیې له کنګل شویو شتمنیو اوکراین ته ۹۰ میلیارده یورو پور ورکوي

ڪابل ( ڪوه نور، ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴): د اروپايي ټولنې چارواکو د سه شنبې په ورځ ویلي، چې د یو پلان له مخې به اوکراین ته د روسیې له کنګل شویو شتمنیو څخه ۹۰ میلیارد یورو پور ورکړل شي. د جرمني د پارلمان مشر فریدریش مرز ویلي، دا مرسته به د اوکراین پوځ ته د لږ تر لږه دوه نورو کلونو لپاره تمویل برابر کړي او دا کار به د روسي ولسمشر…

2025-12-18 22:40 105۲ دقیقې لوستل
اروپایې ټولنه د روسیې له کنګل شویو شتمنیو اوکراین ته ۹۰ میلیارده یورو پور ورکوي

ڪابل ( ڪوه نور، ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴): د اروپايي ټولنې چارواکو د سه شنبې په ورځ ویلي، چې د یو پلان له مخې به اوکراین ته د روسیې له کنګل شویو شتمنیو څخه ۹۰ میلیارد یورو پور ورکړل شي.

د جرمني د پارلمان مشر فریدریش مرز ویلي، دا مرسته به د اوکراین پوځ ته د لږ تر لږه دوه نورو کلونو لپاره تمویل برابر کړي او دا کار به د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو "واضح پیغام" ولېږي.  

مرز زیاتوي، د بلجیم اندېښنې جدي دي او هڅه کوي له نورو شریکانو سره یو حل پیدا کړي.  

د دې پروژې له مخې، به اروپایې ټولنه د Euroclear له لارې پور ورکړي، چې بېرته به هغه وخت تادیه شي کله، چې روسیه اوکراین ته تاوان ورکړي.

د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي، د تاوان پر بنسټ پور یوازینی عملي حل دی، ځکه د بودیجې له لارې مرسته اجماع غواړي؛ خو د پور دغه نوې طرحه یوازې اکثریت ته اړتیا لري.  

اروپايي ټولنې تېره اوونۍ د بېړنیو صلاحیتونو له لارې د روسیې ۲۱۰ میلیارد یورو شتمنۍ کنګل کړې؛ ترڅو مخنیوی وکړي چې کوم هېواد یې د بندیزونو نوي کېدل رد کوي.

باید وویل شي، چې روسیې د اروپایې ټولنې دا کړنه غلا بللې او د غچ اخیستلو ګواښ یې کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب