کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ازبکستان له بوينګ شرکت سره د ۸ مليارده ډالرو په ارزښت هوکړه ليک لاسليک کړ

ازبکستان د امریکا له هوايي صنايعو لوی شرکت «بوينګ» سره د اته ميليارده ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړ. د ازبکستان هوايي شرکت به د دغه تړون له مخې، «ډريم ايرلاین» ډول الوتکې له بوينګ شرکت څخه واخلي. د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه تړون د تايید پر مهال ويلي، دغه تړون به امریکا کې ۳۵ زره نوې…

2025-09-22 23:29 190۱ دقیقې لوستل
ازبکستان له بوينګ شرکت سره د ۸ مليارده ډالرو په ارزښت هوکړه ليک لاسليک کړ

ازبکستان د امریکا له هوايي صنايعو لوی شرکت «بوينګ» سره د اته ميليارده ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړ.

د ازبکستان هوايي شرکت به د دغه تړون له مخې، «ډريم ايرلاین» ډول الوتکې له بوينګ شرکت څخه واخلي.

د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه تړون د تايید پر مهال ويلي، دغه تړون به امریکا کې ۳۵ زره نوې دندې پيدا کړي.

نوموړي خپل ازبک سیال شوکت ميرضاييف ژمن سړی بللی او ويلي يې دي چې، نورو برخو کې به هم ورسره همکاري ته دوام ورکړي.

بوينګ شرکت د الوتکو، فضايي بېړيو، توغنديو او دفاعي سيستمونو د ډيزاين او توليد په برخه کې فعاليت لري.

همدې حال کې بیا ټرمپ ويلي، قزاقستان هم ورسره د اوسپنې پټلۍ د وسایلو د پېرلو په برخه کې تړون لاسليک کړی دی‌.

هغه زياته کړې، دغه تړون د څلور ميليارده ډالرو په ارزښت دی‌.

ټرمپ ويلي، قزاقستان ته د دغه تړون مبارکي وايي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب