کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ازبکستان: پلان لرو چې له افغانستان سره سوداګري پنځه ميليارده ډالرو ته ورسوو

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خوجايوف پر اېکس ليکلي، هېواد يې له افغانستان سره په ګډه پلان لري، چې دوه اړخيزه سوداګري پنځه ميليارده ډالرو ته ورسوي. نوموړي ويلي، په دې تړاو یې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. هغه همداراز ليکلي، له افغانستان سره يې د تې…

2026-02-25 05:03 97۱ دقیقې لوستل
ازبکستان: پلان لرو چې له افغانستان سره سوداګري پنځه ميليارده ډالرو ته ورسوو

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خوجايوف پر اېکس ليکلي، هېواد يې له افغانستان سره په ګډه پلان لري، چې دوه اړخيزه سوداګري پنځه ميليارده ډالرو ته ورسوي.

نوموړي ويلي، په دې تړاو یې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

هغه همداراز ليکلي، له افغانستان سره يې د تېر په پرتله سوداګري څه باندې دوه برابره زياته شوې ده.

خوجايوف زياتوي، په ۲۰۲۱ کال کې د دواړو هېوادونو سوداګري ۶۵۳ ميليون ډالره وه؛ خو په ۲۰۲۵ کال کې دغه‌ شمېر ۱.۷ ميليارده ډالرو ته ورسېده.

د نوموړي په خبره، هېواد به یې په همدې موخه يو پلاوی کابل ته هم واستوي او له روژې وروسته به عملا په دغه برخه کې اقدامات وشي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب