کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

استانه سبا د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو کوربه ده

ټاکل شوې د منځنۍ اسیا د تماس ډلې دویمه غونډه سبا د دوشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شي. په دې غونډه کې به د ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان د ځانګړي استازي او دیپلوماتان ګډون کوي او د افغانستان پر روان اقتصادي او سیاسي وضعیت به بحثونه وکړي.  دا غونډه به د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه ش…

2026-02-15 07:55 68۱ دقیقې لوستل
استانه سبا د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو کوربه ده

ټاکل شوې د منځنۍ اسیا د تماس ډلې دویمه غونډه سبا د دوشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان د ځانګړي استازي او دیپلوماتان ګډون کوي او د افغانستان پر روان اقتصادي او سیاسي وضعیت به بحثونه وکړي. 

دا غونډه به د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شي.

د منځنۍ اسیا د تماس ډله د ازبکستان په نوښت په ۲۰۲۵ کال کې رامنځته شوې ده.

 د دغې ډلې لومړنۍ غونډه د همدغه کال د اګست په ۲۶مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوې وه.

د یادونې وړ ده، چې د تماس ډلې موخه د افغانستان په تړاو د سیمې د هېوادونو ترمنځ همغږي، سلا مشورې او ګډ دریځ پیاوړی کول دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب