کابل (کوه نږر، ۲۹ سنبله ۱۴۰۴): استونیې هېواد روسیه پر خپل هوايې حریم د سرغړونې په تور تورنه کړې او ادعا یې کړې، چې درې د سرعت لوړې روسي جنګي الوتکې یې هوايي حریم ته په یوه “بېسابقه او ډاډمن یرغل” کې ننوتلې دي.
استونیې هېواد دا ادعا د جمعې په ورځ کړې، چې ورسره سم ناټو او اروپايې هېوادونو هم سمدستي غبرګون ښودلی او دغه کار یې “بېپروا” او “خطرناک” بللی دی.
بل پلو د روسیې د دفاع وزارت دا تور رد کړی دی.
د استونیا د بهرنیو چارو وزیر مارګوس څاهکنا ویلي، د روسیې درې MiG-31 جنګي الوتکې د شمال په برخه کې د فنلنډ د خلیج پر سر د ۱۲ دقیقو لپاره د استونیا فضا ته ننوتلې وې.
څاهکنا زیاته کړې چې د سرغړونې په تړاو یې د روسیې د سفارت د سفیر مرستیال ډیپلومات هم وربللی دی.
په همدې حال کې د ناټو یوه ویاند ویلي، پوځي تړون سمدستي ځواب ورکړی او روسي الوتکې یې تعقیب او مهار کړې دي.
د هغه پر وینا، دا پېښه “د روسیې د بېرغ لاندې یو بل بېپروا عمل” دی او هم د ناټو د ځواب ویلو وړتیا ښيې.
د ناټو د ختیځې خوا د پیاوړتیا ماموریت لاندې د ایټالیا، فنلنډ او سویډن جنګي الوتکې هم پرواز ته راوتلې وې.
د یادونې وړ ده، چې استونیا د بالتیک له درې هېوادونو "لاتویا، لیتوانیا او استونیا" څخه یو دی، چې په شمالي اروپا کې د بالټیک سمندر پر غاړه موقعیت لري. دې هېواد د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته په ۱۹۹۱ کې خپلواکي ترلاسه کړې ده.




