کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اسحاق ډار: نن د علي جناح د زوکړې ورځ د مسیحي ورونو او خویندو له ورځې سره سمه نمانځو

کابل (کوه نور، ۴ جدي ۱۴۰۴): د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ویلي، د پاکستان بنسټ ایښودونکي محمد علي جناح د زوکړې ورځ د عيسويانو له ورځې سره ګډه نمانځو. ډار ویلي، زموږ مسیحي وروڼو او خویندو د تعلیم، روغتیا، ملي خدمت او د پاکستان د دفاع په برخه کې يې مثاله خدمتونه کړي، هغوی تل د خپل وطن سره ریښتینی وفاداري ښودلې…

2025-12-25 01:46 156۱ دقیقې لوستل
اسحاق ډار: نن د علي جناح د زوکړې ورځ د مسیحي ورونو او خویندو له ورځې سره سمه نمانځو

کابل (کوه نور، ۴ جدي ۱۴۰۴): د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ویلي، د پاکستان بنسټ ایښودونکي محمد علي جناح د زوکړې ورځ د عيسويانو له ورځې سره ګډه نمانځو.

ډار ویلي، زموږ مسیحي وروڼو او خویندو د تعلیم، روغتیا، ملي خدمت او د پاکستان د دفاع په برخه کې يې مثاله خدمتونه کړي، هغوی تل د خپل وطن سره ریښتینی وفاداري ښودلې او د هېواد د پرمختګ لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړي دي.

هغه زياته کړې، دا ورځ نه یوازې زموږ د مسیحي وروڼو او خویندو لپاره یوه ځانګړې مذهبي ورځ ده؛ بلکې د ټول هیواد لپاره هم یوه مهمه او ارزښتناکه ورځ ده، ځکه دا د یو داسې رهبر د زېږېدو ورځ ده چې د پاکستان د جوړېدو خوب یې تعبیر کړ.

هغه زیاته کړې، کريسميس د سولې، زغم، قربانۍ او بشریت سره د مینې نښه ده او پر وینا یې، چې دا ورځ موږ ته د هغو ارزښتونو یادونه کوي، چې قائد اعظم یې د پاکستان د جوړولو لپاره بنسټ وګرځاوه.

د نوموړي پر وینا، د اسلامي تعلیماتو سره سم، د کريسميس ورځې نمانځل زموږ د ټولنې د یووالي او پرمختګ ضامن دي.

لیکوال/اېډېټر: Gulalay hakeem
Gulalay hakeem
Gulalay hakeem

ګلالۍ حکيم افغانه خبرياله ده. په حقوقو کې ماسټري لري. له رسنيو سره د کار تجربه يې پنځه کاله ده. د هغې وروستۍ دنده په طلوع نيوز کې د ويب اډيټور په حیث وه. ګلالۍ حکيم اوسمها د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب