کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اسرايل: غزه کې د تېرې ورځې بريدونه يوازې پيل وو

رويټرز خبري اژانس د لوړ پوړيو اسرایلي چاراکو په حواله خبر ورکړی چې د دغه هېواد بريدونه به د غزې په تړانګه ادامه ولري. د سرچيني د معلوماتو له مخې، اسرايلي چارواکو ويلي:« دا بريدونه يوازې يو پيل وو». رويټرز دغه راپور داسې مهال نشروي چې د تېرې ورځې بريدونو کې له ۴۰۰ ډېر فلسطينيان چې اکثریت یې ښځې او ماشومان وو…

2025-03-18 19:04 48۱ دقیقې لوستل
اسرايل: غزه کې د تېرې ورځې بريدونه يوازې پيل وو

رويټرز خبري اژانس د لوړ پوړيو اسرایلي چاراکو په حواله خبر ورکړی چې د دغه هېواد بريدونه به د غزې په تړانګه ادامه ولري.

د سرچيني د معلوماتو له مخې، اسرايلي چارواکو ويلي:« دا بريدونه يوازې يو پيل وو».

رويټرز دغه راپور داسې مهال نشروي چې د تېرې ورځې بريدونو کې له ۴۰۰ ډېر فلسطينيان چې اکثریت یې ښځې او ماشومان وو، ووژل شول.

اسرايلو د بريد پر مهال ادعا وکړه چې حماس غورځنګ یې بنديان ازاد نکړل؛ نو ځکه یې پر غزې بريدونه وکړل.

هاخوا بيا سپينې ماڼۍ خبر وړکړی وو چې اسرايلو دغه بريدونه د دوی په مشوره کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب