کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اسرايل ۱۸۳ فلسطيني بنديان ازادوي

د حماس غورځنګ رسنيو دفتر ويلي، د تبادلي په وروستي پړاو کې به د اسرايلو درې بنديان‌ ازادوي او دغه راز به بیا اسرایل هم ۱۸۳ فلسطيني بنديان ازادوي. اسرايلو ويلي، په ازادېدونکو بنديانو کې يې ۱۸ تنه په‌ عمري بند هم محکوم شوي وو. د همدې بنديانو په ازادېدو سره به د خبرو او اوربند لومړی پړاو پای ته‌ ورسيږي او دو…

2025-02-08 02:19 42۱ دقیقې لوستل
اسرايل ۱۸۳ فلسطيني بنديان ازادوي

د حماس غورځنګ رسنيو دفتر ويلي، د تبادلي په وروستي پړاو کې به د اسرايلو درې بنديان‌ ازادوي او دغه راز به بیا اسرایل هم ۱۸۳ فلسطيني بنديان ازادوي.

اسرايلو ويلي، په ازادېدونکو بنديانو کې يې ۱۸ تنه په‌ عمري بند هم محکوم شوي وو.

د همدې بنديانو په ازادېدو سره به د خبرو او اوربند لومړی پړاو پای ته‌ ورسيږي او دويم پړاو به یې پيل شي.

د دواړو لوريو ترمنځ دويم پړاو ته قطر پخپل منځګړيتوب چمتوالې ښودلی دی.

د یادونې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخپلو تازه څرګندونو کې ويلي، غزه پخپل کنټرول کې اخلي، په یوه سیاحتي او اقتصادي سیمه يې بدلوي او اوسېدونکي يې له دې ځايه باسي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب