د اسراييل لومړی وزير بنيامين نتنياهو وايي، پرته له دې چې د اوربند هوکړې ته پام وکړي، د غزې په سويل کې پر رفح ښار بريد کوي.
اسراييلي رسنيو خبر ورکړی چې دغه هېواد نن ماښام د مصر د اوربند وړانديز ته د حماس د ځواب په تمه دی.
د معلوماتو له مخې، د مصر وړانديز په جزيياتو کې په غير مستقيم ډول سيمه کې د اسراييلي پوځ نهشتون ته اشاره شوې چې د غزې شمال برخه له جنوب څخه بېلوي.
بلخوا امريکا د غزې رفح ښار ته د اسراييلي پوځ ننوتل رد کړي دي.
د امريکا د بهرينو چارو وزير انتونيو بلېنکن هم هيله څرګنده کړې چې حماس به د اوربند او تبادلې وروستی وړانديز ومني.
د اوربند په دې وړانديز کې ويل شوي چې ۴۰ ورځې به اوربند ترسره کېږي او د اسراييلي یرغملو په بدل کې به د زرګونه فلسطيني وګړي خوشې شي.




