کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اسرایئل: ایران حکومت په میاشتنۍ توګه د حزب الله هر غړي ته ۱۸۰۰ ډالر مصرف ورکوي

خبریال: صابر احمدزی د اسرائیلو بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، ایران حکومت له لورې د ژوند لګښتونو ورکړه له هغې څو برابره کمه ده چې دوی یې د حزب الله ډلې هر سرتیري ته ورکوي. د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ایرانیانو لپاره اووه ډالره میاشتنی لګښت او ۱۸۰۰ ډالره میاشتنی لګښت د حزب الله غړو ته د…

2026-01-07 01:28 60۱ دقیقې لوستل
اسرایئل: ایران حکومت په میاشتنۍ توګه د حزب الله هر غړي ته ۱۸۰۰ ډالر مصرف ورکوي

خبریال: صابر احمدزی

د اسرائیلو بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، ایران حکومت له لورې د ژوند لګښتونو ورکړه له هغې څو برابره کمه ده چې دوی یې د حزب الله ډلې هر سرتیري ته ورکوي.

د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ایرانیانو لپاره اووه ډالره میاشتنی لګښت او ۱۸۰۰ ډالره میاشتنی لګښت د حزب الله غړو ته د ایرانیانو له مالیو    ورکول کېږي.

سرچینې زیاته کړې د اسرائیلو او ایران تر منځ له وروستي جنګ روسته د ایران دولت سره له شدید اقتصادي بحران یو ملیارد ډالر د دبۍ له لارې حزب الله ډلې ته لېږلي دي.

په همدې حال کې ځینو نورو امریکایي رسنیو هم په میلیونونو ډالر انتقال حزب الله ډلې ته تائید کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستیو کې تهران کې د اقتصادي بحران له امله پیل شوي لاریونونه په چټکۍ لویو ښارونو ته وغځیدل او په تاوتریخوالی واوښتل.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب