کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اسرایلو د یمن پر پلازمېنه صنعا هوایې بریدونه ترسره کړي

کابل (کوه نور، ۲ سنبله ۱۴۰۴):د اسرایلي ځواکونو په هوایې بریدونو کې د یمن پلازمېنه صنعا او د ولسمشر ماڼۍ تر څنک سیمه په نښه شوې ده د راپورونو په اساس، دا بریدونه د یمن پلازمېنې صنعا کې د ګڼو سیمو په ګډون د برېښنا پر یوه فابریکه او د تېلو پر پمپ ترسره شوې دي. اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ويلي، دې برید کې د تېلو کمپنۍ په نښه…

2025-08-24 11:57 81۱ دقیقې لوستل
اسرایلو د یمن پر پلازمېنه صنعا هوایې بریدونه ترسره کړي

کابل (کوه نور، ۲ سنبله ۱۴۰۴):
د اسرایلي ځواکونو په هوایې بریدونو کې د یمن پلازمېنه صنعا او د ولسمشر ماڼۍ تر څنک سیمه په نښه شوې ده

د راپورونو په اساس، دا بریدونه د یمن پلازمېنې صنعا کې د ګڼو سیمو په ګډون د برېښنا پر یوه فابریکه او د تېلو پر پمپ ترسره شوې دي.

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ويلي، دې برید کې د تېلو کمپنۍ په نښه کېدو کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دې اژانس د یمن پلازمينې د اوسېدونکو له قوله ویلي، د ولسمشرۍ ماڼۍ او د یوې تړل شوې پوځي اکاډمۍ ترڅنګ یې د درنو بمونو غږونه اورېدلې دي.

په همدې حال کې د اسرایلو پوځ ویلي، دوی د عصر او حِزاز د برېښنا فابریکې په نښه کړې چې دوی یې د پوځي فعالیتونو لپاره مهمې سرچینې بولې.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم لیدل کېږي د برید سیمه کې د اور سترې لمبې راپورته شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب