پر اسرایلو د ایراني ځواکونو له ځوابي بریدونو وروسته یاد هېواد کې د امریکا سفیر مایک هاکبي ویلي د ایران د بریدونو له وېرې مو یوه سخته شپه سبا کړې ده.
هاکبي پر اېکس پاڼه لیکلي و چې د اسرایلو د ځوابي بریدونو له وېرې په یاد هېواد کې هر چاته په پټنځایونو کې د ځان خوندي کولو امر شوی وو.
نوموړي د ایران توغندیزو بریدونو ته په اشارې سره لیکلي “زه مجبور شوم چې پنځه ځله پټنځای ته لاړ شم.”
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې پر اسرایلو د ایران د تېرې شپې په بریدونو کې ځیني توغندي د اسرایلو پلازمېنې ته پر نږدې ودانیو لګېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران اسلامي جمهوریت پر دغه هېواد د اسرایلو بریدونه لویه تېروتنه بللې وه او د ځوابي بریدونو خبرداری یې ورکړی وو.
ایراني رسنیو تر دې دمه په اسرایلو کې د درې تنو د وژل کېدلو او د لسګونو نورو د ټپي کېدلو خبر ورکړی دی.
باید وویل شي چې پر ایران د اسرایلو په بریدونو کې د ایران یو شمېر لوړ پوړي چارواکي او اټومي ساینسپوهان وژل شوي دي.




