کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اسرایلي ځواکونه: نور له جنګه ستړي شوي یو

کابل (کوه نور، ۷ سنبله ۱۴۰۴):له سلګونه ورځو جګړو وروسته ګڼ شمېر اسرایلي ریزرف شويو سرتېرو نور دندې ته له حاضرېدو انکار کړی او یو شمېر نور بیا د دا ډول جګړې ګډون ردوي، چې نور پرې باور نه لري. د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس، اسرایلي حکومت د غزې ښار پر ضد د پوځي یرغل لپاره د لسګونه زرو ریزرف شویو سرتېرو د راټولولو تیا…

2025-08-29 00:38 92۲ دقیقې لوستل
اسرایلي ځواکونه: نور له جنګه ستړي شوي یو

کابل (کوه نور، ۷ سنبله ۱۴۰۴):
له سلګونه ورځو جګړو وروسته ګڼ شمېر اسرایلي ریزرف شويو سرتېرو نور دندې ته له حاضرېدو انکار کړی او یو شمېر نور بیا د دا ډول جګړې ګډون ردوي، چې نور پرې باور نه لري.

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس، اسرایلي حکومت د غزې ښار پر ضد د پوځي یرغل لپاره د لسګونه زرو ریزرف شویو سرتېرو د راټولولو تیاری نیسي؛ خو پوځي چارواکو یې ویلي، روښانه نه ده، چې له نږدې دوو کلونو جګړې وروسته به څومره سرتېري بېرته جګړې ته ستانه شي.

نیو یارک ټایمز د اسرایلو د پوځي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په دې وروستیو میاشتو کې د هغه اسرایلي ریزرف شویو سرتېرو شمېر کې په پراخه کچه ډېروالی راغلی، چې له دندې غایب پاتې شوي دي. 

د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي، ځینې ریزرف شوي سر تېري یې د ستړیا ترڅنګ د ګډ ژوند د ژغورلو او یا د زیانمنو کارونو څخه د ځان ساتلو اړتیا یادوي او یو شمېر نور بیا وایې، دوی ورځ تر بلې له جګړې ستړي او ور څخه ناهیلي شوي دي.

په همدې حال کې د اسرایلو حکومت د ۶۰ زره نورو ریزرف شویو سرتېرو د راغوښتلو او د ۲۰ زرو د دندې د غځولو خبر ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې اسرایلي سرتېري پر غزې سربېره د جنوبي لبنان او سوریې په ځینو برخو کې ګزمې وهي او همدارنګه په لوېدیځ کې پر فلسطیني ښارونو غټ غټ بریدونه ترسره کوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب