کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اسرا..: د خامنه‌‌يي هر ځای‌ناستی به په نښه کړو

  د اسرا... د دفاع وزیر یسرائیل کاتس خبرداری ورکړی، چې که په ایران کې د علي خامنه‌‌ يي پرځای هربل څوک ټاکل کېږي؛ نو د دوی له لوري به په نښه شي.کاتس ویلي، هر هغه څوک چې د ایران د حکومت له لوري د داسې مشر په توګه غوره شي چې د اسرا... د له منځه وړلو او امریکا ته ګواښ پېښوي او همداراز د سیمې هېوادونو او د ای…

2026-03-04 06:37 110۱ دقیقې لوستل
اسرا..: د خامنه‌‌يي هر ځای‌ناستی به په نښه کړو

 

د اسرا... د دفاع وزیر یسرائیل کاتس خبرداری ورکړی، چې که په ایران کې د علي خامنه‌‌ يي پرځای هربل څوک ټاکل کېږي؛ نو د دوی له لوري به په نښه شي.
کاتس ویلي، هر هغه څوک چې د ایران د حکومت له لوري د داسې مشر په توګه غوره شي چې د اسرا... د له منځه وړلو او امریکا ته ګواښ پېښوي او همداراز د سیمې هېوادونو او د ایران د خلکو پر ضد تګلارې تعقیب کړي، که هر چېرې وي او په هر نوم یادېږي، په نښه به شي.
د یادونې ده، چې د ایران پخوانی  مذهبي مشر علي خامنه‌ يي تېره شنبه په خپل استوګنځي کې د اسرا... او امریکا په ګډ برید کې ووژل شو.
دا مهال په ایران کې، د مشرتابه شورا ترمنځ د هغه د ځای‌ناستي د ټاکلو په اړه سلا مشورې او رایه‌ اچونه روانه ده.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب