خبرياله: نازو عمري
اس.،،رائ،..ی،لي چارواکو اعلان کړی، چې دې غ،..زې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د ۳۷ نړیوالو خیریه سازمانونو جوازونه لغو کوي.
دوی وایي، چې یادو ادارو د نوي ثبت او راجستر شرایط نه دي پوره کړي.
د دغو ادارو په منځ کې اېکشن اېډ، د ژغورنې نړیواله کمېټه، بې پولې ډاکټران او د ناروې کډوالو شورا شامل دي.
د جوازونو لغوه کېدل به نن د جنورۍ پر لومړۍ نیټه پیل شي او فعالیتونه به یې په ۶۰ ورځو کې پای ته ورسیږي.
اسرائیل دغه راز ویلي، چې یادو سازمانونو د خپلو کارکوونکو بشپړ شخصي معلومات له دوی سره نه دي شریک کړي؛ خو سازمانونه خبرداری ورکوي چې دا کار به د هغوی د کارکوونکو لپاره خطرونه ولري.
دا پرېکړه د لسو هېوادونو له خوا سخته غندل شوې ده. د برېتانیا، فرانسې، کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، جاپان، ناروې، سویډن او نورو هېوادونو دبهرنیو چارووزیرانو په یوه ګډ بیان کې ویلي، چې نړیوال سازمانونه په غزه کې د بشري مرستو لپاره ډېر مهم دي او د دوی د فعالیتونو بندول د منلو وړ نه دي.
د اروپايي ټولنې د بشري مرستو مشرې، هدجه لهبیب هم ویلي، چې د اسرائیل دا ګام د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو مخه نیسي.
بلخوا، د اسرائیل کډوالو چارو وزارت وايي، چې دا اقدامات به د غزې سیمې ته د بشري مرستو پر بهیر هیڅ اغېز ونه لري، ځکه مرستې د منظور شوو او تائید شوو ادارو له لارې لېږدول کیږي.




