پاکستاني رسنیو ویلي چې د اسلاماباد یوې محکمې د تېره ورځ د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر، سهیل افریدي، د نیولو بېضمانته حکم صادر کړی دی.
نوموړی د خلکو د ګمراه کولو په موخه د څرګندونو په تور تورن بلل شوی او دوسیه یې د ملي سایبري جرمونو د څېړنې ادارې (NCCIA) له لوري د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون (PECA) له مخې پرانېستل شوې ده.
محکمې څرګنده کړې چې افریدی د رسمي بلنې سره سره محکمې ته نه دی حاضر شوی، له همدې امله اړوندو ادارو ته امر شوی چې هغه ونیسي او د قانوني بهیر لپاره یې محکمې ته حاضر کړي.
اسلام اباد د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر د نیولو امر کړی
پاکستاني رسنیو ویلي چې د اسلام‌اباد یوې محکمې د تېره ورځ د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر، سهیل افریدي، د نیولو بې‌ضمانته حکم صادر کړی دی.نوموړی د خلکو د ګمراه کولو په موخه د څرګندونو په تور تورن بلل شوی او دوسیه یې د ملي سایبري جرمونو د څېړنې ادارې (NCCIA) له لوري د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون (PECA) له مخې پرا…




