کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اسماعیل بقایي پر جنوبي لبنان د اسراییلو بریدونه غندلي

کابل (کوه نور، ۲۹ عقرب ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د اسراییلو هغه بریدونه غندلي، چې په جنوبي لبنان کې ترسره شوي او د فلسطیني کډوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دا بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوا…

2025-11-19 23:58 86۱ دقیقې لوستل
اسماعیل بقایي پر جنوبي لبنان د اسراییلو بریدونه غندلي

کابل (کوه نور، ۲۹ عقرب ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د اسراییلو هغه بریدونه غندلي، چې په جنوبي لبنان کې ترسره شوي او د فلسطیني کډوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دا بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

بقایي ویلي، اسراییل د ۲۰۲۵ کال د نوامبر اوربند په مکرر ډول نقض کړی، او ټینګار یې کړی، چې د امریکا متحده ایالات د اسراییلي رژیم د بریدونو د دوام اصلي مسوول دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د اسراییلو بریدونه ژر بند کړي او عاملین یې محاکمه کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، په دې وروستیو بریدونو کې ۱۳ تنه فلسطیني کډوال وژل شوي، چې د لبنان د روغتیا وزارت هم دا خبر تأیید کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب