کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اسټرالیا کې یوې میرمنې ته د خپل خاوند د خپلوانو وژلو له امله د عمري بند سزا ورکول شوې

کابل (کوه نور، ۱۷ سنبله ۱۴۰۴): اسټرالیایي میرمن ایرن پیټرېسن د خپل خاوند د درې خپلوانو وژلو او د څلورم د وژلو په هڅه کې مجرمه پېژندل شوې، چې ورته د اسټرالیا سترې محکمې د عمري بند سزا ورکړې ده. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، پیټرېسن د خپل خاوند خپلوانو ته د "بېف ویلینګټن" ډوډۍ ورکړې وه، چې پکې زهري مرخېړي ګډ شوي وو. را…

2025-09-07 23:04 147۲ دقیقې لوستل
اسټرالیا کې یوې میرمنې ته د خپل خاوند د خپلوانو وژلو له امله د عمري بند سزا ورکول شوې

کابل (کوه نور، ۱۷ سنبله ۱۴۰۴): اسټرالیایي میرمن ایرن پیټرېسن د خپل خاوند د درې خپلوانو وژلو او د څلورم د وژلو په هڅه کې مجرمه پېژندل شوې، چې ورته د اسټرالیا سترې محکمې د عمري بند سزا ورکړې ده.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، پیټرېسن د خپل خاوند خپلوانو ته د "بېف ویلینګټن" ډوډۍ ورکړې وه، چې پکې زهري مرخېړي ګډ شوي وو.

راپور کې راغلي، دغه ۵۰ کلنه ښځه په جولای میاشت کې د دوو میاشتو محاکمې وروسته مجرمه پېژندل شوې، چې د ټول هېواد پام یې ځان ته اړولی و.

 د پیټرېسن د قضیې څارنوالانو ویلي، چې نوموړې دا زهري حملې په ډېر دقت سره پلان کړې وې، چارواکي یې غولولي وو او د شواهدو د پټولو هڅه یې کړې وه. 

څارنوالانو ویلي، دا جرمونه دومره ویجاړوونکي او ویرونکي دي، چې هغې ته باید تر ټولو لوړه سزا ورکړل شي او په مشروط ډول خوشي کېدو حق ونه لري.

د ویکتوریا د سترې محکمې قاضي "جسټس کریستوفر بیل" یادې میرمنې ته د سزا اورولو پر مهال ویلي، چې د پیټرېسن کړنې د “پوره مخکېني پلان” ښکارندویې کوي او د هغې له لوري په بشپړه توګه د پټولو له هڅو سره مل وې؛ ترڅو خپله ګناه پټه وساتي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب