کابل (کوه نور، ۴ سنبله ۱۴۰۴):
اسټرالیا په دغه هېواد کې وروسته له هغې د ایران سفارت د تړلو خبر ورکړی، چې د اسټرالیا استخباراتي ادارې ایران په دې هېواد کې د یهودو پر ضد د بریدونو کولو لارښوونکی ښودلی دی.
د اسټرالیا حکومت وروسته له هغې د ایران سفیر کانبرا له سفارته ویستلی، چې د دې هېواد استخباراتي ادارې مالومه کړې، چې ایران د اسټرالیا خاوره کې لږ تر لږه د یهودو ضد دوه بریدونو کې لاس درلود.
د اسټرالیا د استخباراتي سازمان "ASIO" موندنې ښیې، چې ایران تېر کال په دوه پېښو کې لاس درلود، چې یوه په سیډني کې د یهودي ملکیت لرونکي رسټورانټ په هدف او بله هم په مېلبورن کې د آداس اسرایلي عبادتځای "سینوګاک" باندې ترسره شوې وې.
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانېز یوې خبري غونډې ته ویلي، د ایران لخوا دا غیر معمولي او خطرناکې تهاجمې کړنې وې، چې د اسټرالیا په خاوره کې رهبري شوې وې.
البانېز ویلي، د ایران سفیر له خپله سفارته له ویستلو سره سم به نن په تهران کې هم د اسټرالیا سفارت وتړل شي.
د اسټرالیا لومړي وزیر همدارنګه زیاته کړې، د آسټرالیا په ترهګریزو ډلو کې د ایران د سپاه پاسداران د نوم د شاملولو بهیر پیل شوی دی.
دا پرېکړه د کانبرا او تهران ترمنځ ډیپلوماتیک کړکېچ په بې ساري توګه زیاتولی شي او ښایې، چې د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې زیانمې کړي.




