کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اسپانیه کې پولیسو هغه هلیکوپټرې نیولې، چې نشه یي توکي یې قاچاق کول

ڪابل (کوه نور ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴): د اسپانیا پولیسو ویلي، یوه جنایي ډله یې نیولې، چې د هیلیکوپټرو له لارې یې له مراکش څخه اسپانیا ته چرس قاچاقول.  دا عملیات د هوا له لارې د نشه یې موادو د قاچاق پر ضد یوه نادره هڅه بلل شوې ده. د پولیسو پر وینا، دغه هیلیکوپترونو له ۵۰۰ تر ۹۰۰ کیلوګرامه پورې نشه یې توکو "چرسو" د لیږدولو و…

2025-12-15 12:47 187۱ دقیقې لوستل
اسپانیه کې پولیسو هغه هلیکوپټرې نیولې، چې نشه یي توکي یې قاچاق کول

ڪابل (کوه نور ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴): د اسپانیا پولیسو ویلي، یوه جنایي ډله یې نیولې، چې د هیلیکوپټرو له لارې یې له مراکش څخه اسپانیا ته چرس قاچاقول.

 دا عملیات د هوا له لارې د نشه یې موادو د قاچاق پر ضد یوه نادره هڅه بلل شوې ده.

د پولیسو پر وینا، دغه هیلیکوپترونو له ۵۰۰ تر ۹۰۰ کیلوګرامه پورې نشه یې توکو "چرسو" د لیږدولو وړتیا درلوده. 

د سرچینې د مالوماتو پر اساس، قاچاق شوي چرس به د اسپانیا په جنوب کې په کلیوالو ځایونو او ګودامونو کې ساتل کېدل او وروسته به د سړک له لارې نورو اروپایي هېوادونو ته انتقالېدل.

پولیسو د عملیاتو پر مهال یو هیلیکوپټر، ۱۴۴۸ پونډه چرس، پنځه ډول وسلې، نغدې پیسې او یو شمېر وسایط نیولي.

باید وویل شي، چې دا عملیات د مالاګا، المریا او مورسيه په ولایتونو کې ترسره شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب