کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغانستان ته په هر ډول واردېدونکې مالګې بنديز ولګېده

د رياست الوزرا مقام پرېکړه کړې، چې له دې وروسته دې هېواد ته هېڅ ډول پخه او خامه مالګه نه وارېدېږي. د خوړو او درملو ملي ادارې ويلي، له دې وروسته هېواد ته د هر ډول مالګې واردات په مطلق ډول بند دي. د يادې ادارې د خونديتوب عمومي رييس ډاکټر نعيم الله ايوبي ويلي، دغه پرېکړه په هېواد کې د مالګې په برخه کې د ځان بسياينې په موخ…

2023-10-30 02:12 84۱ دقیقې لوستل
افغانستان ته په هر ډول واردېدونکې مالګې بنديز ولګېده

د رياست الوزرا مقام پرېکړه کړې، چې له دې وروسته دې هېواد ته هېڅ ډول پخه او خامه مالګه نه وارېدېږي.

د خوړو او درملو ملي ادارې ويلي، له دې وروسته هېواد ته د هر ډول مالګې واردات په مطلق ډول بند دي.

د يادې ادارې د خونديتوب عمومي رييس ډاکټر نعيم الله ايوبي ويلي، دغه پرېکړه په هېواد کې د مالګې په برخه کې د ځان بسياينې په موخه شوې.

هغه ويلي، په کلني ډول افغانستان ته ۳۰۰ټنه مالګه واردېږي، چې ۱۶۰ يې د خوراک او ۱۴۰ يې د صنعت په برخه کې استعماليږي.

د کانونو او پټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان په کلني ډول د ۴۹۲ ټنه مالګه استخراجيږي، چې د هېواد اړتيا پوره کولای شي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په کابل کې د ۵ مليونه افغانيو په ارزښت د مالګې د پروسس يوې فابريکې په کار پیل وکړ.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب