کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغانستان تېره مياشت د ۹۷۱ ميليونه ډالرو په ارزښت صادارت او واردات کړي دي

د احصايې او معلوماتوملي ادارې د هېوا په کچه د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي. دغې ادارې په یوې خبرپاڼه کې ليکلي، ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۹.۸ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۷۲.۵ ميليون ډالر ښودل شوی دی. خبرپاڼه زياتوي، تېر کال د وږي  مياش…

2023-10-09 02:23 97۲ دقیقې لوستل
افغانستان تېره مياشت د ۹۷۱ ميليونه ډالرو په ارزښت صادارت او واردات کړي دي

د احصايې او معلوماتوملي ادارې د هېوا په کچه د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

دغې ادارې په یوې خبرپاڼه کې ليکلي، ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۹.۸ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۷۲.۵ ميليون ډالر ښودل شوی دی.

خبرپاڼه زياتوي، تېر کال د وږي  مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۸.۴ میلیون ډالر او هېواد ته د رالېږدول شويو توکو مجموعي ارزښت ۷۴۴.۴ ميليونه ډالر کېده.

د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۸.۶ ميليون ډالر کمښت ښيي.

بل خوا د روان کال د وږي مياشتې د وارداتو په ارزښت کې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۲۸.۱ ميلیون ډالر لوړوالی راغلی دی.

د احصايې او معلوماتو ملي ادرې په وینا، د ۱۴۰۲ کال د وږي په مياشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي او د ۱۴۰۱ کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او تاجکستان هېوادونو ته وو.

همدا ډول د ۱۴۰۱ کال په وږي مياشت کې ترټولو زيات واردات د ايران، چين، پاکستان او هندوستان له هېوادونو څخه وو او د روان کال په وږي مياشت کې هم تر ټولو ډېر واردات له یادو هېوادونو ترسره شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب