کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اقتصادي معاونیت: فاریاب کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو به ارزښت د برېښنا د درې پروژو چارې پیل شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د دغه معاونیت د مشر په شتون کې فاریاب کې د یو میلیارد او ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د لېږد او وېش درې پروژې پیل شوې.سرچینې لیکلي، په یادو پروژو کې د فاریاب  له مرکزي سبسټېشن څخه تر بلچراع  او ګرزیوان ولسوالي پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لین غځول، په بلچرا…

2026-04-28 03:42 74۱ دقیقې لوستل
اقتصادي معاونیت: فاریاب کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو به ارزښت د برېښنا د درې پروژو چارې پیل شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د دغه معاونیت د مشر په شتون کې فاریاب کې د یو میلیارد او ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د لېږد او وېش درې پروژې پیل شوې.
سرچینې لیکلي، په یادو پروژو کې د فاریاب  له مرکزي سبسټېشن څخه تر بلچراع  او ګرزیوان ولسوالي پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لین غځول، په بلچراغ ولسوالي کې د ۱۱۰ کیلوولټ سبسټېشن جوړول، همدې ولسوالي کې د ۱۸ او په پښتون کوټ ولسوالي کې د پنځه مېګا ولټ ـ امپیر ظرقیت لرونکي ترانسفارمرونو له لارې د برېښنا د وېش شبکې شاملې دي.
یاد معاونیت زیاته کړې، دغه پروژې د افغان حکومت له لوري د خصوصي سکتور په همکاري پلې کیږي او چارې به یې په راتلونکو دریو کلونو کې بشپړې شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب