کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

الجزایر کې د نړۍ درېیم ستر جومات پرانېستل شو

د الجزایر په پلازمېنه الجزیره کې د نړۍ درېیم ستر جومات پرانېستل شوی دی.   د راپورونو له مخې، د دې جومات منار ۲۶۵ متره لوړوالی لري چې په نړۍ کې تر ټولو لوړ منار دی.  د الجزایر چارواکو ویلي، د دې جومات پر رغولو ۸۹۸ میلیونه ډالره لګښت راغلی دی.  د مالوماتو له مخې، په دې جومات کې په یو وخت کې ۱۲۰ زره لمونځ ک…

2024-02-26 01:43 98۱ دقیقې لوستل
الجزایر کې د نړۍ درېیم ستر جومات پرانېستل شو

د الجزایر په پلازمېنه الجزیره کې د نړۍ درېیم ستر جومات پرانېستل شوی دی.  

د راپورونو له مخې، د دې جومات منار ۲۶۵ متره لوړوالی لري چې په نړۍ کې تر ټولو لوړ منار دی. 

د الجزایر چارواکو ویلي، د دې جومات پر رغولو ۸۹۸ میلیونه ډالره لګښت راغلی دی. 

د مالوماتو له مخې، په دې جومات کې په یو وخت کې ۱۲۰ زره لمونځ کوونکي ځایدلی شي.

په دې جومات کې د شمالي افریقا او عربي نړۍ له ډیزاینونو څخه کار اخیستل شوی دی.

همدارنګه د هیلکوپترې کښېناستلو او پرواز کولو لپاره ځانګړی ځای لري او په کتابتون کې یې تر ۱ ملیون پورې کتابونه ځایدلی شي.  

د جامع الجزایر په نامه د دې جومات چارې په ۲۰۱۰ کال کې پیل شوې وې چې ټاکل شوې وه په ۲۰۱۹ کې بشپړې شي؛ خو د سیاسي ګډوډیو له کبله وځنډېدې.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب