کابل (کوه نور، ۱۶ اسد ۱۴۰۴): د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډټ خبر ورکړی چې له دې هېواده به د افغانستان او س.وریې د مجرمو وګړو د ویستلو بهیر له سپټمبر میاشتې وروسته هم دوام ولري.
ډوبرینډټ له Table tody سره په خبرو کې ویلي، " موږ به سرحدي څارنې روانې وساتو"
نوموړي د جرمني د کورنیو چارو د وزیر په توګه د دندې له پیل راهیسې د سختو سرحدي څارنو او د پنا غوښتنې د ردولو امر کړی دی.
هغه ویلي، “مونږ بریالي شوي یوو، چې افغانستان ته مو یوه داسې الوتنه تنظیم کړې، چې په کې د جدي جرمونو مجرمین جبري وایستل شول. دا کار به روان وساتل شي.”
دوبرینډټ دا خبر په داسې حال کې ورکړی چې له دې وړاندې د یاد هېواد د کورنیو چارو پخوانۍ وزیرې نانسي فایزر له جرمني په جبري توګه د ویستلو پروسه د سپټمبر تر ۱۵ نېټې پورې غځولې وه.
باید وویل شي چې تېر جولای کې د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو راهیسې جرمني هېواد ته د جبري را ایستلو دویمه الوتنه ترسره کړه چې پکې ۸۱ تنه پر سختو جرمونو محکوم شوي وو.




