کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امانويل ماکرون: راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به د فرانسې نوی لومړی وزیر وټاکل شي

  د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون ويلي، راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به د خپل هېواد لپاره نوی لومړی وزیر وټاکي. د فرانسې پخواني لومړي وزير سباستين لکورن تېره دوشنبه له خپلې دندې استعفا اعلان کړه. رويټرز ليکلي، مکرون به د پارلمان له مداخلې پرته په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې نوی لومړی وزیر اعلان کړي. همدې حال کې بيا ځينو ښي اړ…

2025-10-09 01:01 267۱ دقیقې لوستل
امانويل ماکرون: راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به د فرانسې نوی لومړی وزیر وټاکل شي

 

د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون ويلي، راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به د خپل هېواد لپاره نوی لومړی وزیر وټاکي.

د فرانسې پخواني لومړي وزير سباستين لکورن تېره دوشنبه له خپلې دندې استعفا اعلان کړه.

رويټرز ليکلي، مکرون به د پارلمان له مداخلې پرته په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې نوی لومړی وزیر اعلان کړي.

همدې حال کې بيا ځينو ښي اړخو او نورو ګوندونو ټينګار کړی چې امانويل دې استعفا وکړي.

دوی وایي، غواړي راتلونکی دولت رهبري کړي، مالياتي ستونزې حل او ځيني نور قوانين هم له منځه يوسي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم فرانسه کې د امانويل ماکرون د حکومت پر ضد پراخ لاريونونه پيل شوي وو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب