کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امريکايی ديپلومات روچا په ۱۵ کاله بند محکوم شو

د امريکا عدليې وزارت په بولیویا کې د امريکا پخوانی سفير ویکتور مانويل روچا کوبا ته د جاسوسۍ په جرم په ۱۵ کاله زندان محکوم کړ. امريکايي حقوق‌پوهان وايي، دغه پخواني ديپلومات څو لسيزې کوبا ته جاسوسي کړې او نسبت له نورو يې پر امريکايي دولت نفوذ هم زيات وو. روچا چې ۷۳ کاله عمر لري په‌خپل جرم له اعتراف وروسته پرې د…

2024-04-12 21:56 127۲ دقیقې لوستل
امريکايی ديپلومات روچا په ۱۵ کاله بند محکوم شو

د امريکا عدليې وزارت په بولیویا کې د امريکا پخوانی سفير ویکتور مانويل روچا کوبا ته د جاسوسۍ په جرم په ۱۵ کاله زندان محکوم کړ.

امريکايي حقوق‌پوهان وايي، دغه پخواني ديپلومات څو لسيزې کوبا ته جاسوسي کړې او نسبت له نورو يې پر امريکايي دولت نفوذ هم زيات وو.

روچا چې ۷۳ کاله عمر لري په‌خپل جرم له اعتراف وروسته پرې د زندان حکم صادر شو‌.

نوموړي له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۲ پورې په بوليويا هېواد کې د امريکا سفير وو، څه باندې ۲۰ کاله يې د امريکا په بهرنيو چارو وزارت کې دنده ترسره کړې او د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت مسوول پاتې شوی دی.

د امريکا د عدليې وزارت لوړ پوړي چارواکي ډيويډ نيومن په مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي: « د نن ورځې حکم د ښاغلي روچا څلور لسيزې خيانت پای ته رسوي. هغه د خپل ډېره برخه په درواغو تېره کړه‌. » 

د محکمې د شواهدو له مخې، د اف‌بي‌ای امريکايي ادارې جاسوس له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۳ پورې  د کوبا دولت د اطلاعاتي کارکوونکي په توګه له روچا سره په اړيکه کې وو او هغه يې په دام کې ګير کړ.

که څه هم روچا په‌خپل جرم اعتراف کړی؛ خو امريکايي چارواکي وايي، کيدای شي هېڅکله په هغو معاملو او همکاريو پوه نه شي چې ویکتور مانويل روچا له کوبا سره کړې ده

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب