امريکا اسرايلو ته MK 84 دروند وزني بمونه لېږدولي
د اسرايل دفاع وزارت ويلي چې هېواد يې له امريکا څخه د MK-84 بمونو يوه محموله ترلاسه کړې ده. سرچینې ويلي، دغه محموله تېره شپه له امريکا تل اويو ته رسېدلې ده.سرچینې د دغه هېواد دفاع وزارت له قوله ليکلي، دغه محموله د اسرایلي پوځ لپاره د پام وړ امکانات دي او دغه چاره له اسرايلو سره د امريکا د قوي اتحاد نښه ده.دغه بمون…
2025-02-16 21:10 36۱ دقیقې لوستل
د اسرايل دفاع وزارت ويلي چې هېواد يې له امريکا څخه د MK-84 بمونو يوه محموله ترلاسه کړې ده.
سرچینې ويلي، دغه محموله تېره شپه له امريکا تل اويو ته رسېدلې ده.
سرچینې د دغه هېواد دفاع وزارت له قوله ليکلي، دغه محموله د اسرایلي پوځ لپاره د پام وړ امکانات دي او دغه چاره له اسرايلو سره د امريکا د قوي اتحاد نښه ده.
دغه بمونه ۲۰۰۰ پونډه وزن لري او د ستر ضخامتونو د ويجاړي توان لري.
د يادونې وړ ده چې دغه بمونه داسې مهال لېږدول کيږي چې د اسرايلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو متحده ايالتونو ته سفر کړی وو او له ټرمپ سره يې د غزې پر وضعیت سربېره نورو موضوعاتو هم خبرې کړې وې.

Hamdullah Danishحمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.