کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امريکا د پاکستان بالسټيک توغنديو عرضه‌کوونکو شرکتونو بنديز ولګوو

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په هغو څلورو شرکتونو بنديزونه ولګول چې د پاکستان بالسټيک توغنديو ته يې مواد برابرول. ياد وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه اقدام یې له دې امله کړی چې د توغنديزو او ويجاړوونکو وسلو مخه ونيسي. دغه راز، هغه شرکتونه چې بنديز پرې لګېدلی، يو يې په بېلاروس کې د مینسک په نوم د تراکتور د ټایرو…

2024-04-19 20:01 268۱ دقیقې لوستل
امريکا د پاکستان بالسټيک توغنديو عرضه‌کوونکو شرکتونو بنديز ولګوو

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په هغو څلورو شرکتونو بنديزونه ولګول چې د پاکستان بالسټيک توغنديو ته يې مواد برابرول.

ياد وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه اقدام یې له دې امله کړی چې د توغنديزو او ويجاړوونکو وسلو مخه ونيسي.

دغه راز، هغه شرکتونه چې بنديز پرې لګېدلی، يو يې په بېلاروس کې د مینسک په نوم د تراکتور د ټایرونو د جوړولو شرکت دی او درې نور يې په چين کې د ګراينيټ، تیانجین نړۍوالې سوداګرۍ او شيان لارنج په نوم د ټکنالوژۍ د پرمختګ شرکتونه دي.

له دې سره سره، د يادو شرکتونو پر مالکانو او هغوی چې ۵۰ سلنه سهم په کې لري، هم بنديز لګېدلی دی.

اعلاميه کې ويل شوي، دغو شرکتونو د پاکستان بالسټيک او مزايل جوړولو ادارې « FISI » ته مواد، ټکنالوژي او امکانات برابرول‌.

تراوسه د پاکستان حکومت او يادو شرکتونو د امريکا د دغه اقدام په اړه څه نه دي ويلي‌.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب