کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امريکا له اسر.. او خليجي هېوادونو سره نېږدې ۹ ملیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو پلور تصویب کړی

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې له کويټ، قطر، عربي اماراتو او اسرائیلو سره يې ۸.۶ میلیارده ډالرو څخه زیات د پوځي تجهیزاتو پلور تصویب کړی دی. دغه وزارت زياتوي، چې دې پوځي تجهیزاتو کې د هوايي او توغندیز دفاع سیستمونه، د قوماندې او کنټرول سیستمونه، او دقیق هدایت لرونکي وسلې شاملې دي.   په خبر پانه کې راغل…

2026-05-03 01:07 98۱ دقیقې لوستل
امريکا له اسر.. او خليجي هېوادونو سره نېږدې ۹ ملیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو پلور تصویب کړی

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې له کويټ، قطر، عربي اماراتو او اسرائیلو سره يې ۸.۶ میلیارده ډالرو څخه زیات د پوځي تجهیزاتو پلور تصویب کړی دی.

دغه وزارت زياتوي، چې دې پوځي تجهیزاتو کې د هوايي او توغندیز دفاع سیستمونه، د قوماندې او کنټرول سیستمونه، او دقیق هدایت لرونکي وسلې شاملې دي.

 

په خبر پانه کې راغلي، چې قطر ته به ۴٫۱ ميليارد ډالرو په ارزښت پاتریوت» هوايي او توغندیز دفاع سیستم د بیا اکمال خدمتونه وپلوري. د کویټ په بسته کې د ۲.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت یو مدغم جګړه‌ییز قوماندې سیستم شامل دی.

سرچینې دمعلوماتو پر اساس، اسرائيلو ته به د يو مليارد ډالرو په ارزښت پر مختللې دقیق هدف‌وېشتونکي وسلو سیستم (اې‌پي‌کې‌ډبلیو‌اېس) ورکړل شي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب