امريکا له اوکراین سره د خپلو نظامي مرستو په لومړۍ جوپه کې د ایف- ۱۶ جنګي جيټ الوتکو مرسته کړې او د اوکراين هوايي ځواکونو ته يې سپارلي دي.
رويټرز ويلي، دغه مرستې د امريکا د ولسمشر جوبايډن په امر ترسره شوي دي.
ورته مهال بيا د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي له فرانس پرېس سره په خبرو کې ويلي، روسيې سره د مقابلې لپاره ۱۳۰ دغه ډول جيټ الوتکو ته اړتيا لري.
بلخوا بیا روسيې ويلي، له اوکراين سره مرسته شوې جنګي الوتکې به رانسکورې کړي.
د کرملين وياند ډيميټري پیسکوف خبريالانو ته ويلي، له اوکراين سره مرسته شوې الوتکې د جګړې په مخنيوي کې هیڅ رول نشي لوبولی او په خبره يې، دغه الوتکې به په تدريج سره را نسکورې کړي.
د يادونې وړ ده چې روسيې تر دې وړاندې هم د بايډن د هغه پرېکړې په هکله توند غبرګون ښودلی وو چې له مخې به يې په جرمني کې لرې واټن ويشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي.
د دغه هېواد ولسمشر پوتين ويلي وو، که امريکا دغه چاره ترسره کړي دوی به هم ورته کړنه وکړي.




