کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امريکا له خپلو وګړو غوښتي چې د سوريې له خاورې ووځي

د امريکا بهرنیو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې له خپلو وګړو غوښتي چې له سوريې ووځي. د خبر پاڼه کې ليکل شوي، امريکايي وګړي دې له سوداګريزو الوتنو څخه په ګټې اخيستنې سوريه پريږدي. ياد وزارت په سوریه کې روان حالت بې ثباته او نه اټکل کېدونکی بللی دی. په‌ همدې حال کې کاناډا او ځينو نورو عربي هېوادنو هم له خپلو وګړو ورته…

2024-12-06 22:45 45۱ دقیقې لوستل
امريکا له خپلو وګړو غوښتي چې د سوريې له خاورې ووځي

د امريکا بهرنیو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې له خپلو وګړو غوښتي چې له سوريې ووځي.

د خبر پاڼه کې ليکل شوي، امريکايي وګړي دې له سوداګريزو الوتنو څخه په ګټې اخيستنې سوريه پريږدي.

ياد وزارت په سوریه کې روان حالت بې ثباته او نه اټکل کېدونکی بللی دی.

په‌ همدې حال کې کاناډا او ځينو نورو عربي هېوادنو هم له خپلو وګړو ورته غوښتنه کړې ده.

دغه غوښتنه داسې مهال کيږي چې د سوريې څلور ښارونه د تحرير الشام لاس ته ورغلي او جګړه د سوريې پلازمینې دمشق ته نږدې حمص ښار ته رسېدلې ده.

هاخوا بیا ایران هم له سوريې خپل سفارتي مامورين او جګ پوړي نظامي چارواکي اېستلي دي.

د يادونې وړ ده چې د سوريې د ولسمشر کورنۍ هم خپل هېواد پريښی او روسيې ته تللي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب